د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا د پوهنیز وضعیت ارزونې په موخه هلمند ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د پوهنې له رییس مولوي محمد عوض انصاري او مسولینو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي حبیب الله آغا د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او په یاد ولایت کې یې د پوهنې د بهیر لا پیاوړتیا په تړاو د سیمه ییزو مسولینو له ګټورو فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه نوموړي د نویو ښوونځیو جوړولو، د وېجاړو شویو ښوونځيو بیارغولو او د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزو د حل ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه، د مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل او د شته ننګونو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

