د ملي دفاع وزارت وایي، د ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند درېیمې پلې ابودجانه لوا د تخنیک امریت او پینځم اکمالاتي کنډک د تخنیکي او مسلکي ټیمونو په هڅو ۲۷عرادې بېلا بېل نظامي وسايط رغول شوي او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شول.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو رغول شويو وسایطو کې ۱۱ عرادې انټرنېشنل موټرونه او ۱۶ عرادې هاموي ټانګونه شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې لوا تخنیک انجينرانو له لوري لسګونه عرادې وسايط رغول شوي وو.