د احصایې او معلوماتو ملي اداره په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له مخې یې د روان کال په لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۷ سلنه کموالی راغلی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا کموالی ۳.۰ سلنه د غوښې، ۴.۵ سلنه د میوو او ۱۰.۱ سلنه د سبزي په بیو کې دی.
له بلې خوا د غیرخوراکي توکو په بیو کې ۱.۶ سلنه کموالی ښکاري، چې دا کموالی ۴.۶ سلنه یې د البسې او کالیو شاخص، ۴.۱ د کور وسایلو او ۵.۵ سلنه د درملنې او تداوۍ په شاخص کې دی.
د روان کال په لړم میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۶ سلنه کموالی ښيي، چې د پړسوپ دا کموالی تر ډېره د خوراکي توکو (غوښه، مېوه او سبزي) او غیرخوراکي توکو (د البسې او کالیو، د کور وسایلو او درملنې او تداوۍ شاخص) د بیو د کموالی له امله دی.
همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۳.۳ سلنه کموالی راغلی دی.
بل خوا د روان کال په لړم میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۶۷.۸ افغانۍ او د تلې په میاشت کې ۶۷.۶ افغانۍ و، چې د تلې میاشتې په پرتله ۰.۲ سلنه د افغانیو په ارزښت کې کموالی راغلی دی.
که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۵.۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.