ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت مرستیال ویاند: په تېرو درېیو کلونو کې له فساد سره پراخه مبارزه شوې

د ډسمبر ۹مه د فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په دې تړاو وايي، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې له اداري فساد سره پراخه او ټینګه مبارزه کړې او په امارتي ادارو کې د فساد کچه صفر ته را ټیټه شوې ده.

له بل لوري یو شمېر سوداګر او صنعتکاران وايي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په امارتي ادارو او ګمرکونو کې د ادارې فساد کچه صفر شوې، چې پر بنسټ یې له هېواده د پانګوالو د تېښتې مخنیوی شوی او ډېری افغانانو خپله پانګه له بهره هېواد ته رالېږدولې ده.

هم‌مهاله کابل میشتي وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په امارتي ادارو کې اداري فساد له منځه تللی دی.

ملګرو ملتونو هم د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي؛ نړۍ له ګڼو ننګونو، تراژیدیو او بې عدالتیو سره مخ ده، چې ډېری يې له فساده سرچینه اخلي. یاد سازمان د دې ستونزو د اواري لپاره هېوادونه د فساد ضد قوانینو او سیاستونو پلې کولو ته هڅولي دي.