د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د اډیف خیریه بنسټ د علماو او مسولینو له یوې ډلې سره لیدنه کړې او د بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر په افغانستان کې د یاد بنسټ عام المنفعه چوپړتیاوې ستایلي او په افغانستان کې د انرژي د تولید لپاره د کافي سرچینو د شتون په یادونې سره یې ویلي، اوسمهال په هېواد کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد علماوو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو د ځان او مال خوندیتوب ته ژمن دی او په دې برخه کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
په ورته مهال، د ترکیې هېواد د د اډیف بنسټ مسولینو هم ژمنه کړې، چې ترکي سوداګر به په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي.