ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي صدر اعظم عثماني او توماس نیکولاسن لیدنه؛ د کرنیزو پروژو د تطبیقي بهیر پر اسانه کولو خبرې شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي صدر اعظم عثماني د اروپایي اتحادیې له لوري تمویل شویو مووسسو لخوا د ځینو پروژو په اړه ویلي؛ هغه پیسې چې د افغانستان خلکو لپاره ځانګړې کېږي، باید په شفاف ډول ولګول شي. ترڅو د خلکو او بزګرانو لپاره ډېرې ګټې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ له بده مرغه، د ډېرو پروژو لګښتونه په اداري مصارفو لګېږي او مطلوب خدمتونه په سمه توګه خلکو ته نه رسېږي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال همداراز ویلي؛ په افغانستان کې د کوکنارو کښت په نشت حساب دی او باید له بزګرانو ملاتړ وشي.

همدارنګه، د کوکنارو د کښت لپاره باید مناسب بدیلونه وړاندې او ترویج شي.

د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن د دې اتحادیې لخوا تمویل او تطبیق کېدونکو پروژو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د افغانستان اقتصاد د کرنې او مالدارۍ پورې تړلی دی، موږ دا مهال په افغانستان کې د شاوخوا ۴۴ میلیونه یورو په ارزښت د پروژو د تړونونو پر بنسټ همکاري کوو، چې له دې څخه به شاوخوا یو میلیون وګړي ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، موږ د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره د همکارۍ چمتووالی لرو.

په دې لیدنه کې د کوکنارو کښت او بدیلونو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د افغان محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پروژو د تطبیقي بهیر د اسانه کولو او له بزګرانو او مالدارانو سره د همکارۍ په اړه هر اړخیز بحث شوی.