د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون له غرمې مخکې د نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲.۶ پارسل (برخې) د پرانیستې په مراسمو کې، چې د ښار او کور جوړولو وزارت او ګولډن سیټي شرکت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ښار او کور جوړولو وزارت او ګولډن سیټي شرکت له رهبري پلاوي د نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲.۶ پارسل (برخې) د پرانیستې په خاطر مننه او قدرداني کړې او ویلي یې دي؛ د خوښۍ ځای دی چې افغانان د خپل ځورېدلي وطن د ابادۍ لپاره بل ګام اخلي.
مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل ښار پروژې تطبیق یو ستره او ملي پروژه بللې، چې په عملي کولو سره به یې د افغان ټولنې په اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې لوی بدلون رامنځته شي. دغه راز به افغانستان په سیمه کې د انرژۍ، اوبو، سړک، کرنې او نورو برخو کې د سوداګرۍ او اقتصاد په یوه مرکز بدل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې کار عملي کول د نفوسو د ودې، د کورونو د کمبود حل، د زېربناو د ایجاد، هېوادوالو ته د کار پنځونې، د خصوصي سکټور د ملاتړ، اقتصادي ودې، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او هېواد ته د پرمختللې ټکنالوژۍ لپاره ځواب ویل او ځانګړی ارزښت لري، چې ۱.۲ میلیون وګړو ته به د کار زمینه برابره کړي.
نوی کابل ښار د کابل بین المللي هوایي ډګر او پروان د بګرام ولسوالۍ ترمنځ موقعیت لري او د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ ټوله برخه، د شکر درې، استالف، قره باغ او کلکان ولسوالیو ځینې برخې او د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د باریک اب سیمه رانغاړي.
د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په وینا؛ هغه ودانیزې چارې چې تر اوسه په کابل ښار کې ترسره شوې، ډېری یې نامعیاري او د ښاري ماسټر پلان خلاف او زموږ وطنوالو ته یې زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي، خو هغه فعالیتونه چې تر دې مهاله د نوي کابل ښار په پروژه کې ترسره شوي پکې د چاپېریال ساتنې ټول مسایل، په پینځو پړاوونو کې په مرحله وار ډول د ښاري ماسټر پلان تطبیق، فازبندي او په اخره مرحله کې د معتبرو ملي او بین المللي شرکتونو له لوري په څو برخو د هر فاز وېشل ترسره شوي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې په هېواد او ځانګړي ډول کابل ښار کې د اوبو ستونزې ته په اشارې سره ویلي، چې د اوبو کموالی د کابل ښار له اساسي ستونزو څخه دی او اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره یوه جامع ستراتېژي ترتیب او د منظورۍ په موخه یې عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله تعالی ته استولې، چې له مخې به یې د پنجشیر سیند اوبه کابل ته راولېږدول شي او په اوسني او نوي کابل ښار کې به د خلکو د اوبو کمبود ستونزه حل شي.