تېره ورځ د افغانستان بانک په یوه ټویټ کې په هېواد کې د صرافیو انفرادي جوازونو د لغوه کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان بانک مسولین وايي، چې دغه پرېکړه یې هېواد کې د غیر بانکي بنسټونو په فعالیتونو کې د روڼتیا رامنځته کولو په موخه کړې ده.
د افغانستان بانک: “دغه بانک د غیر بانکي او مالي بنسټونو په ځانګړي توګه صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کولو په چارو کې د روڼتیا او څارنې په موخه دغه مقرره تعدیل او دا د اوسني عصر له معیارونو سره برابره ترتیب کړې ده.
په دغه مقرره کې د نویو وضع شویو شرایطو له مخې ټول انفرادي جوازونه لغوه بلل شوي دي. “
که څه هم د هېواد د صرافانو د اتحادیې غړي وايي، د افغانستان بانک دغه پرېکړه د غیر بانکي مالي بنسټونو د فعالیت د ښه کېدو لپاره یو ښه ګام دی، خو د دوی په وینا ، په یو وار د انفرادي جوازونو لغوه کول کولی شي کور دننه صرافانو ته ستونزې جوړې کړي.
ورته مهال کارپوهان د انفرادي جوازونو لغوه یوه اړتیا ګڼي او وايي، چې دا اقدام کولای شي کور دننه پولي فعالیتونو کې لا زیات نظم راولي.
د افغانستان بانک وايي، چې تېر کال یې شاوخوا ۸۷۶ صرافیو او د پیسو انفرادي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د شرکتونو جوازونه وېشلي دي.

