ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ پیل شوه

سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي؛ بلخ ولایت کې د غصب شويو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځيدو لړۍ بیا پیل شوه.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال او د غصب د کمېسیون مشر مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کرنې اوبو لګونې او مالداري وزارت د اراضي رییس مولوي محمود مظلوم، د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس او د یو شمېر نورو ادارو مسولینو ګډون کړی وو.

په هېواد کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځولو د بيا پیل په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې ویلي؛ له فاریاب ولایت څخه وروسته دا بهیر په بلخ ولایت کې پیل شو او په همدې ډول به دا لړۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي.

نوموړي زياته کړې؛ د تیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال چې کومې ستونزې په ياده برخه کې رامنځته شوې وې، د ياد کمېسيون له لوري به تر پوره څېړنو او پلټنو وروسته ورته رسېدنه وشي او د ټولو اړخونو په پام کې نيولو سره به حل شي.

همدا راز د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځېدو په بیا پیل خوښي څرګنده کړې او مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته یې ډاډ ورکړی، چې د دې پروسې د بشپړولو لپاره د بلخ ټول سیمه‌ ییز مسولین هر ډول همکاري ته چمتو دي.

د دې تر څنګ د بلخ ولایت د بېلابېلو ادارو مسولینو هم په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال د دې بهیر پیل د ټول ولس د نېکمرغۍ او ښه راتلونکي لپاره لومړی ګام بللی.

یادو مسولینو زیاته کړې، راغلی پلاوی به د تخنیکي ټیم په مرسته د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یاده پروسه په ښه توګه عملي کړي.

په پای کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تثبیت او بېرته راګرځېدو د کمېسیون مشر او غړو د بلخ ولایت له ټولو ولسونو څخه غوښتنه کړې، چې د څړځایونو اړوند هر ډول شکایتونه او عریضې دې له تخنیکي استازي سره شریکې کړي، تر څو يادو ستونزو ته د ټاکل شوي هیئت له لوري رسېدنه وشي.