د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وارداتي چرګانو د سوداګرو ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې د يادې ټولنې غړو حاجي عزیز او حاجي یونس د نورو په استازيتوب هیواد ته د چرګانو واردولو او له دې درکه د عوایدو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی خپلې ستونزې او وړاندیزونه له سیاسي مرستیال سره شریک کړل او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل، چې په افغانستان کې دې سوداګرو ته د سالم رقابت لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ټولو سوداګرو مننه وکړه، چې په هېواد کې یې پانګونه کړې او افغانان یې یوازې نه دي پرېښي.
مولوي عبدالکبير دغو سوداګرو ته وويل، اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، ستاسو هر راز همکارۍ ته چمتو دی او په پای کې يې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې شي.

