ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک په عوایدو کې ۵۹.۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان بانک وايي ، په ۱۴۰۱ مالي کال کې يې څه د  پاسه اته میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي ،چې دا د تیر کال پرتله ۵۹،۵ سلنه زیاتوالی ښيي او همدارنګه ۳،۵ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي ، چې ۱،۸ میلیارده يې بازار  وړاندې کړي دي .

په داسې حال کې ، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د افغانیو پروړاندې د امریکاپي ډالرو بیې  په بي سیاري توګه لوړې شوې خو د افغانستان بانک د چارواکو په خبره په ۱۴۰۱ مالي کې د امریکايي ډالرو پروړاندې د افغانیو ارزښت ۱،۰۱ سلنه لوړ شوی دی  .

د افغانستان بانک د چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان بانک د ۹،۲۸ میلیارده شتمني څخه يې ۷،۳ میلیارده د امریکا له لوري ګنګل شوې او اوس مهال دوی ۱،۸ میلیارده ډالرو ته لاس رسی لري.

د افغانستان بانک وايي، په هېواد کې د بانکي ستونزو د هواري لپاره ۳ کلن سټراتیژیک پلان جوړ کړی او زر به په هېواد کې ټول بانکي سیسټم اسلامي بانکدارۍ ته واړوي .

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې  تر اوسه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو   له لارې  نږدې دوه میلیارده امریکايي  ډالره نغدي مرسته شوې ده