د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د وزن پورته کولو ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون درې کسېزه لوبډله د قطر کپ سیالیو لپاره، چې پینځه ورځې د ډسمبر له ۲۷ تر ۳۱ مې به دوام وکړي، د قطر هېواد دوحې ښار ته ولاړه.
په دغو سیالیو کې د قطر هېواد په کوربتوب د نړۍ له ۳۰ هېوادونو ورزشکاران ګډون لري، چې له افغانستان څخه به د یوه روزونکی ترڅنګ دوه ورزشکارانو په ۸۹ کیلوګرام او مثبت ۱۰۹ کیلوګرام وزنونو کې ګډون وکړي.
د ورزشکارانو د خدای پامانۍ په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست د نشراتو رییس اتل مشواڼي او د وزن پورته کولو تلوونکو ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې رییس مولوي احمد الله وثیق د وزن پورته کولو ورزشکارانو ته د لاسته راوړنو او د خیر غوښتنه وکړه.