د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد له ۱۸ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک څلورم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۸ ورزشکاران د هېواد جمناستیک ملي لوبډلې ته وټاکل شول.
د دغو سیالیو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ورزش ادارې د رهبرۍ غړو، د جمناستیک ملي فدراسیون رهبري او د جمناستیک برخې ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې رییس مولوي احمد الله وثیق ټاکل شوو ورزشکارانو ته مبارکي وویله او دغه ډول سیالۍ یې د ورزشکارانو او د ورزش د ودې لپاره ډېرې مهمې یادې کړې.
نوموړي زیاته کړه؛ د هېواد ورزش اداره د ورزش په ټولو برخو کې له دوی سره همکاره ده او په همدې هڅه کې ده، چې ورزش ته په ټولو برخو کې وده ورکړي.
د یادو سیالیو موخه جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې ټاکل شوو او غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.