د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیټ رییس محمدالله بختیار په مشرۍ یو درې کسیز پلاوي نن سهار (جمعه، د مرغومې ۲۸مه) ایران هېواد ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دغه سفر د اسلامي امارت د مخکیني سفر په تعقیب ترسره کیږي، چې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ چې نورالدین عزیزي یې هم ملتیا کوله شوی و.
د یاد وزارت په وینا، د اسلامي امارت پلاوي د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو څارل او په چابهار بندر کې د دې وزارت د تل پاتې استازولۍ جوړول ښودلې ده