ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت: د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین لومړی فرعي کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل وايي؛ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ د ګوزڼ ضد واکسین لومړی فرعي کمپاین پیل شو، چې له مخې به یې له ۶ میلیونه زیات له پینځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

روغتیا پالان د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین بولي او وايي، چې واکسین د ماشومانو احتمالي ګوزڼ مخنیوی کولای شي.

یو شمېر هېوادوال بیا د عامې روغتیا وزارت له لوري د واکسین رسولو لړۍ ستايي او په کورنیو غږ کوي، چې له واکسناتورانو سره دې د خپلو ماشومانو د واکسین په تطبیق کې مرسته وکړي.

د روغتیا پالانو په باور که چېرې ماشومانو ته تر زېږون وروسته په بشپړ ډول واکسین ورکړل شي د ګوزڼ تر څنګ له بېلابېلو ناروغیو ژغورل کېدای شي.