د عامې روغتیا وزارت له لوري پرون (دوشنبه، د سلواغې ۲۲مه) د سرطاني ناروغیو نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مسولینو ویلي، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې پاملرنې له مخې به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۷۰ بستریز روغتون ۲۰۰ بستریز ته لوړ شي.
د مسوولینو په وینا؛ تېر کال هېواد کې د ۴۲ زره هغو ناروغانو تشخیص شوی، چې د سرطاني ناروغیو شک پرې کېده.
له بلې خوا په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر دلارا مینول ویلي، چې دا بنسټ له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه همکارۍ د بېلابېلو نارغیو د مخنیوي ترڅنک د سرطاني ناروغیو کنټرول او مخنیوي ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې: “د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی، چې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې کار وکړي او په پام کې لري، چې د افغانستان په ۶ ولایتي روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي یو معیاري وارډ یا برخه پرانیزي.”
د یادونې وړ ده، چې په نړۍ کې ۲۰ میلیونه کسان په سرطاني ناروغیو اخته دي او څه باندې ۹.۷ میلیونو یې له امله ژوند بایللی، چې ډېری یې د منځني او ټیټ اقتصاد لرونکو هېوادونو وګړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، تر ۲۰۵۰ کال پورې به د سرطاني ناروغیو په نویو پېښو کې ۸۷.۵ سلنه زیاتوالی راشي.
یاد سازمان له نړۍ غوښتي، چې د دې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې لا زیاتې مرستې ورسره وکړي.