ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکايي سناتورانو د غزې د اشغال لپاره د ټرمپ طرحه رد کړه

د امریکا جمهوري غوښتونکو ګوند سناتور لیندسي ګراهام د غزې د اشغال او فلسطینیانو ایستلو په تړاو د ډونالډ ټرمپ طرحه رد کړې ده.

له بلې خوا د امریکا د دیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنتال هم د غزې د نیولو طرحه په بشپړ ډول د نه منلو بللې او ټینګار یې کړی، چې عربي هېوادونه ښايي د غزې د راتلونکي لپاره غوره حللارې وړاندې کړي.

اسرائیلو بیا د ټرمپ یادې طرحې ته ژمنتیا څرګنده کړې او دفاع وزیر یې خپلو عسکرو ته لارښوونه کړې، چې داسې پلان ترتیب کړي تر څو فلسطینیان پخپله خوښه له غزې ووځي.

ګراهام چې د ټرمپ اوږدمهاله ملګری، په کانګرس کې مهم جمهوري غوښتونکی او په بهرني سیاست او ملي امنیت کې اغیزمن شخص دی، ویلي، چې په سنا مجلس کې د غزې د هر ډول نیولو لپاره کمه لېوالتیا موجوده ده.

د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې لا له وړاندې له غبرګونونو سره مخ وې او پخپله امریکا کې هم دیموکراتانو دا “قومي تصفیه” بللې وه.

له بل لوري د ټرمپ دا طرحه د اسلامي امارت په شمول په لویه کچه د نړیوالو او عربي هېوادونو له غندنې او مخالفت سره مخ شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی.

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د سعودي عربستان، متحده عربي امارتو، اردون او مصر چارواکي په نږدې راتلونکي کې د غزې د راتلونکي په تړاو لیدنه او بحثونه وکړي.