ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران افغان سوداګرو او پانګوالو ته په ازادو سوداګریزو سیمو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

ایران په ازاده سوداګریزو سیمو کې د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو له رامنځته کولو خبر ورکړی دی.

د ایراني رسنېو د راپورونو له مخې، د ازادو سوداګریزو سیمو مسولینو اعلان کړی چې ایران له افغان پانګوالو ملاتړ کوي او هغوی کولی شي د ایران په ازادو سوداګریزو سیمو کې د پانګونې او د خپلو سوداګریزو کالیو لپاره د ګدام جوړولو ترڅنګ، اقامه هم ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین د ایران له لوري په ازادو سوداګریزو سیمو کې د نویو اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه هرکلی کوي.

اقتصادي کارپوهان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې پراختیا په موخه د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د ایران له لورې د اسانتیاوو رامنځته کول مهم بولي او زیاتوي چې دغه موضوع د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل کیږي.

په ازادو سوداګریزو سیمو کې د ایران له لورې افغان پانګوالو لپاره نوي سهولتونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې څه موده مخکې د ایران بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغان او ایران سوداګرو په ګډه ناسته کې ویلي و چې په اوس مهال کې د بل هر وخت په پرتله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو اقتصادي اړیکو زمینه برابره شوې او دغه هېواد د افغان پانګوالو لپاره د زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په هڅه کې دی.