د العربیه شبکې د راپور لهمخې، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.
دا پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ لومړنۍ مخامخ خبرې دي.
د راپورونو له مخې، د دې مذاکراتو اصلي موخه به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسول او د حللارو موندل وي.
په دې ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سعودي عربستان ځینې چارواکو ګډون کړی.
دې خبرو ته د اوکراین او یا بل اروپايي هېواد استازي نه دي وربلل شوي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلېنسکي ویلي، چې دې غونډې ته نه دی بلل شوی او داسې هېڅ هوکړه به ونه مني، چې دی پکې نه وي.