ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی اوزبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کابینې یوشمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي شامل دي، اوزبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په پینځمه نېټه ماسپښین مهال کابل ته راستون شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې  د خپل سفر پرمهال یې د اوزبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یو شمېر ادارو له مسولینو سره لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې قرارداد په ۲۵۲ میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته اوزبیکستان دا قرارداد ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ.

همداراز یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې وویل، چې ډېر ژر به د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونه افغانستان ته راشي او له حیرتان څخه به تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ د غځولو لومړني مطالعات پیل او له مطالعاتو وروسته به د ریل پټلۍ عملي چارې پیل کړي، چې د مطالعاتو لګښت یې اوزبیکستان ورکوي.

نوموړي دا هم وویل چې اوزبیکستان به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې شته محدودیتونه لرې کړي.

له دې سره به اوزبیکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې زیاتوالی راشي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له اوزبیکستان څخه د واردېدونکې برېښنا په اړه وویل، دوی له اوزبیکستان سره هوکړې ته رسېدلي چې په راتلونکي کال کې به ددغې برېښنا کچه زیاته او تعرفه به یې کمه شي.