ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په قطر کې د اسلامي امارت استازو د پخواني امیر د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر، محمد سهیل شاهین او د سفارت نظامي آتشه، حافظ احسان‌الله انس، د قطر د پخواني امیر، شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني، د جنازې په رسمي مراسمو کې ګډون کړی.

په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دواړو استازو د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د قطر حکومت، د ارواښاد د کورنۍ او د دغه هېواد ولس ته د ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، لوړپوړو دولتي او ډیپلوماتیکو چارواکو، مخورو شخصیتونو، دیني عالمانو، د نړیوالو او کورنیو بنسټونو استازو او د نړیوالو رسنیو خبریالانو هم ګډون کړی و او د قطر له دولت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.