د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل ښار کې د پینځو لویو پروژو پرانیسته وکړه.
ښاغلي برادر په داسې حال کې چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید هم حضور درلود، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل؛ د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې الحمدلله اوسمهال په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول کابل ښار کې وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی. کابل ښاروالي د امنیت راتلو له برکته د کابل ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به کابل ښاریانو ته ډېر سهولتونه برابر او د ښار ګڼه ګوڼه به ورسره کمه شي. د دغو پینځو پروژو له ډلې یې نن د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې عملاً پيل شوې، چې د یو نیم کال په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک ۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې ۵۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم د کابل ښاروالۍ د کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې ترانزیټي لارې سره ونښلول شي.