د کلیو بیارغوني او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده نن د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرایوي رییس له مرستیال کارل سکاو او افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له رییسې شا ويلي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
ښاغلي کارل سکاو د (WFP) د فعالیتونو او کاري پلانونو په اړه د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ته معلومات ورکړي او خپلې شته ستونزې یي ورسره شریکې کړې دي.
ملا محمد یونس اخندزاده راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام هڅې د ستایلو وړ دي.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، چې اسلامې امارت د داخلي او خارجي موسساتو او انجوګانو د فعالیت انسجام چارو د سمون طرزالعمل لري او د یاد طرزالعمل له مخې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

