د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د روان کال د حج له بهیر څخه د څارنې او ارزونې په موخه او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو د وزيرانو په هغه ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړیږي د ګډون په موخه جدې ښار ته سفر وکړ.
نوموړي د مليتلویزیون له خبریال سره په مرکه کې د خپل سفر موخه په یاد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د مدینې منورې او مکې مکرمې د حج بعثو د کاري کمېټو له فعالیتونو څخه څارنه او نظارت ده او د هېواد حاجیانو ته د حج فریضې د ادا کولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
ښاغلي ثاقب په خپلو څرګندونو کې ویلي؛ لکه څنګه چې د حج ورځې په رارسېدو دي او زموږ د اسلامي هېواد اکثريت حاجيان په منظم او هر اړخيز برنامو ترڅنګ په پروازي زونونو کې تر ډیره کچه بشپړ شوي دي او د الوتنو د دقیق مهال وېش سره سم حرمینو شریفینو ته داخل شوي، نو اړينه ده چې په خپلو کاري څانګو کې د ټولو مسولینو په ګډون سره د یوه منظم پلان له مخې افغان حاجیانو ته خدمت وکړو.
د مکې معظمې د حج بعثې د مسولینو په وینا، ښاغلی ثاقب به د سعودي عربستان د رسمي بلنې له مخې د سه شنبې په ورځ د ذوالحجې په ۲ مه نېټه د حج او اوقافو وزیرانو او د اسلامي نړۍ د مشهورو شخصیتونو په هغه ستر کنفرانس کې چې د سعودي عربستان د جدې ښار کې جوړېږي، ګډون وکړي.