ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ “میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو ته پاملرنه د راتلونکي لپاره پانګونه ده” تر شعار لاندې ونمانځل شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، UNFPA  استازو او د یاد وزارت مرکزي رییسانو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ګډونوالو ته په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو پراختیا، د خدمتونو عادلانه وېش، د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د خدمتونو کیفیت لوړولو، د نویو روغتیايي مرکزونو له لارې خدماتو ته د لاسرسي، د درملو د بیو کنټرول او د عامه روغتیایي سیستم د پیاوړتیا په اړه معلومات ورکړي دي.

مولوي عبدالولي حقاني په دې نمانځغونډه کې ویلي:” د روغتیایي خدمتونو سیستم معیاري کول، د روغتیا برخې د اړتیاوو ارزونه، د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته رسېدنه او د میندو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه د هغو اقداماتو څخه دي؛ چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ پرې کار کړی او په دې برخه کې هڅې لا هم دوام لري“.

همداراز شیخ محمد طاهر حلیم ګډونوالو ته د اسلام له نظره د روغتیا ارزښت په اړه وینا کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د ځان او خپلو کورنیو روغتیا ته پاملرنه وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي، د یونیسف، روغتیا نړیوال سازمان او UNFPA استازو د روغتیا نړیوالې ورځې په اړوند هر اړخیزې ویناوې  کړې دي.