ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته کړې

عامې روغتیا وزارت د بېرته راستنېدونکو هېودوالو لپاره د روغتیایي خدماتو اړوند د بېلا بېلو ادارو له استازو سره د همغږۍ ناسته کړې.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د یاد وزارت مرکزي رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، UNHCR، IOM  او UNFPA استازو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یادو سازمانونو له استازو څخه غوښتي، چې د روغتیا وزارت سره د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې برخه کې همغږي اوسي او د راستنېدونکو لپاره د بېړنیو او دوامداره روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې له دې وزارت سره همکار اوسي، په ځانګړې توګه په هغه ولایتونو کې چې راستنېدونکي په کې مېشت وي.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، UNHCR، IOM او UNFPA استازو ژمنه کړې، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ به د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنیو روغتیایي خدماتو ترڅنګ د مور او ماشوم خدماتو برخه کې هم همکاري وکړي.