د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.
د نېمکرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې د ریاست الوزرا پر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سربېره، د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر، د کابينې وزیرانو، د اسلامي امارت یوشمېر ملکي او نظامي چارواکو او د هېوادوالو بېلابېلو اقشارو حضور درلود.
د لمانځه له اداء کولو مخکې د افغانستان اسلامي امارت پر نورو مسولینو سربېره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال هم خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه، حاضرینو، علماوو، مشرانو، د کابینې وزیرانو، د اسلامي امارت مسؤلینو او د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او د خدای تعالی په دربار کې یې دعا وکړه چې د اختر مبارکې ورځې دې په ټول مسلمه امت پخیر او خوښۍ سره تېرې شي.
اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې شتمن هېوادوال دې په دې مبارکو ورځو کې د خپلو بې وزله هېوادوالو لاس نیوی وکړي تر څو ټول هېوادوال دا نېکمرغه ورځې په خوښۍ سره تېرې کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند څرګنده کړه، بهرنیان اوس هم افغانان په ارامه نه پرېږدي، داسې ګنګوسې خپروي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي. نوموړي اقتصادي ستونزې د تېر ۲۰ کلن اشغال او په هېواد کې د دوامدارې وچکالۍ پایله وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي څو شته اقتصادي ستونزې حل او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اقتصاد مخ پر بهبود روان دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او شته اقتصادي ستونزو دې له منځه وړلو لپاره په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي، چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده، ډېری هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او هېوادوالو ته زېری ورکوم چې له اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې اساسي رغنيزې چارې هم پیل شي.
د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت نورو مسؤلینو د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه تر اداء کولو وروسته له یو بل سره روغبړ او اختر مبارکي وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند: بهرنیان د اقتصادي ستونزو په اړه ګنګوسې خپروي او افغانان د هېواد پرېښودو ته هڅوي
