ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نیمروز او بادغیس کې پر درېیو قاتلینو د قصاص الهی حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)

ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.

و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ – إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (الاسراء: ۳۳)

ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.

نن ورځ د بادغیس ولایت مرکز کې په دوو قاتلینو باندې د الله جل‌ جلاله حکم (قصاص) تطبيق شو.

د یادو قاتلینو له ډلې لومړي قاتل (سلیمان د محمد رسول زوی د موسی لمسي، د بادغیس ولایت د تګاب علم ولسوالۍ د چاه جلال کلي اوسېدونکي) مقتولین (غلام نبي د محمد زوی د قوت الله لمسی، عیدي ګله د غلام نبي لور د محمد لمسۍ او زرګله د شراف الدین لور د الله داد لمسۍ) د کلاشینکوف او دویم قاتل (حیدر د مجنون زوی د حاجي ایدل لمسي، د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ د نخچرستان کلي اوسېدونکي) محمد شاه د محمدالدین زوی د یاسین لمسی د کلاشینکوف د ډزو په وسیله وژلي و.

یاد موضوعات د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتداییې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شول؛ چې په پايله کې پر مجرمینو د قصاص حکمونه صادر او تائید شول، وروسته دغه حکمونه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخوندزاده حفظه‌الله حضور ته د تایید لپاره وړاندې شول.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله لخوا هم د دغه موضوعاتو په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنې وشوې، د مقتولینو کورنیو ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديزونه شوي وو، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتلینو باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکمونو د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته لارښوونه وشوه، چې دغه د قصاص حکمونه نن جمعه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه) نېټه د بادغیس ولایت په مرکز کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په لارښوونه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د رییس او قضایي مرستیال شیخ سردار محمد (ابوالفیضان) په مشرۍ يوه پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د مرافعه محکمې ریيس شیخ عبدالخالق امدادالحق، د بادغیس ولایت د ښاري ابتداییه محکمې رییس مولوي محمد نعیم عدیم، د محاکمو قضائي او اداري کارکوونکو، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

همدارز نن ورځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار شهید حقاني ورزشي سټدیوم کې هم په یو تن قاتل باندې د الله جل‌ جلاله حکم (قصاص) تطبيق شو.

دغه قاتل چې يو کس يې د تفنګچې په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی:

د قاتل نوم عبدالقدیر، د عبدالرحمن زوی، د غلام دستگیر لمسی، د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکی دی، د مقتول فراح الدین، د نصرالدین زوی، د سیف الدین لمسي چې د نیمروز ولایت د مرکز اوسېدونکی د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.

یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه‌الله تعالی) حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د هېواد سترې محكمې ته لارښوونه وشو، چې دغه د قصاص حکم نن جمعه (د ۱۴۴۶هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۳مه) نېټه د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په ورزشي لوبغالي کې د هېوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هېواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني په لارښوونه د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست او قضائي معاونیت يوه پلاوي چې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس او د یاد ریاست د مدني دېوان رییس په کې موجود وو، نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

په دې غونډه کې د نیمروز ولایت د مرافعه محکمې ریيس مفتي عبدالخالق محمدي، د نیمروز ولایت د ښاري ابتداییه محکمې مفتي امین الله سعیدي، د مرافعه محکمې او ښاري ابتداییه محکمې قضائي او اداري منسوبینو، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسولينو او په زيات شمېر عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې په هېواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه؛ غونډه د قاتلینو په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.