د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې د پوهنتونونو د علمي کچې لوړولو په موخه یې اړین ګامونه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په کور دننه یې د پوهنتونونو د علمي ظرفیت لوړولو ته زمینه برابره کړې ده.
د ښاغلي ندیم په وینا؛ د متخصصینو پر مټ په داسې طرحو کار کوو، تر څو د افغانستان له اړتیاوو سره سم محصلین فارغ کړي.
مولوي عبدالکبیر د لوړو زده کړو سکټور وده د اوسني عصر اړتیا یاده کړې او ویلي یې دي؛ پوهنتونونو کې دې تدریسي نظام داسې ترتیب او تطبیق شي، چې په هر اړخیز ډول محصلین له علمي پانګې سره سره په اسلامي او ملي روحیه وروزي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لوړو زده کړو د بنسټونو د پراختیا لپاره دې د نورو هېوادونو له تجربو کار واخیستل شي او د علمي کادرونو ظرفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي، چې د خصوصي پوهنتونونو د پیاوړتیا او ودې په موخه دې د لوړو زده کړو وزارت اساسي کار وکړي.