د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال په بېلابېلو ولایتونو کې د مېشتو کوچیانو له یوشمېر مخورو او مشرانو سره لیدلي.
دې لیدنه کې د کوچیانو قومي مخورو له اسلامي امارت څخه په ملاتړ څرګندولو سره ویلي، کوچي قوم د تاریخ په اوږدو کې د هېواد لپاره ګڼې قربانۍ ورکړې دي او اوس هم د اسلامي امارت د پایښت په موخه هر اړخیزې هڅې کوي.
یادو مشرانو ویلي، چې کوچیان د اسلامي امارت د مجاهدینو او سرتېرو په شان له کوم امتیاز پرته د اسلامي امارت په خدمت کې دي.
راغلو مشرانو زیاته کړې، په تېرو څو لسیزو کې د کوچیانو د ژوند د ښه کېدو برخې ته توجه نه ده شوې او له همدې امله له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د تعلیم او روغتیا په برخو کې کوچیانو ته خدمات وړاندې کړي.
د ریاست الوزرا کفیل د اسلامي امارت د بریا په برخه کې د کوچي قوم قربانیو او زحمتونو ته په اشارې سره ویلي، کوچیانو د هېواد د یوه مهم قشر په توګه د اسلامي نظام په راتګ کې مهمه ونډه لرله.
نوموړي زیاته کړې، امارتي ادارې به د کوچیانو د ستونزو د بنسټيز حل په موخه لاس په کار شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، روغتیايي او تعلیمي خدماتو ته لاس رسی د کوچیانو حق دی او اسلامي امارت به دغو برخو ته لومړیتوب ورکړي.