د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یاد وزارت مالي مرستیال او د کډوالو عالي کمېسیون د مالي مسول عبدالقدیر احمد او د خزاینو لوی رییس نصرت الله محمود په ملتیا کندهار ولایت ته د رسمي سفر کړی.
د دې سفر په ترڅ کې یې په سپین بولدک کې د راستنېدونکو کډوالو له وضعیت څخه ليدنه کړې او هلته یې د کډوالو له پاره د چمتوالي بهیر له نږدې ارزولی دی.
د مالیې وزیر او مل پلاوي همدا راز په سپین بولدک کې د کډوالو له پاره د ټاکل شوې مالي کمېټې چارې هم ارزولي او له مسولینو سره یې د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه اړینې سپارښتنې شریکې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه په زور د را ایستل شویو هېوادوالو له پاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې شوې دي، چې د مالي کمېټې مشري یې د مالیې وزارت مالي مرستیال کوي او په اړونده برخه کې د اسانتیاوو برابرولو چارې یې په عادي ډول روانې دي.