ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ښاروال تورخم کې د کډوالو له مېشت‌غالي څخه لیدنه کړې

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند، د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال مولوي سيد عصمت الله عاصم او د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو رييس باز محمد عبدالرحمن په ملتیا په تورخم فرضي کرښه کې د کډوالو لنډ مهالي میشت غالي څخه ليدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال د کابل ښاروال ویلي؛ د اړمنو هېوادوالو سره مرسته د ټولو وګړو ملي او ديني دنده ده او پر سوداګرو او ملي پانګوالو اړینه ده، چې په دې برخه کې خپل مسوليت ادا کړي.

نوموړي زياته کړې؛ د کابل ښاروالي د راستنېدونکو هېوادوالو سره مرستې ته چمتو ده، ځکه چې په سختو شرايطو کې مرسته د کابل او د ټولو افغانانو يو پخوانی دود دی.

د ننګرهار د کډوالو رييس د عمرې کمپ د يو شمېر ستونزو او ننګونو د حل لپاره ټولیز معلومات شريک کړي او په یاده سیمه کې یې د کابل ښاروالۍ له پراختيايي کارونو مننه کړې.

دغه‌راز نوموړي د نورو بنسټيزو کارونو د ترسره کولو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د کابل ښاروالۍ مسولینو له لوري د یادو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

د کابل ښاروالۍ مسولینو ویلي؛ دوی چمتو دي، ترڅو د عمرې لنډمهالي میشت غالي په سړکونو د ډبرو فرش کولو، زينو جوړولو، د اوبو د څاګانو د کيندلو او د څښاک اوبو د زېرمو په جوړولو کې مرسته وکړي.