ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې لوی رییس: د هېواد د پرمختګ لپاره له استعدادونو سالمه استفاده کيږي

د چارو ادارې د بشري سرچينو رياست د کابل پولي تخنيک پوهنتون ماسټرۍ پروګرام ته د دې ادارې د بريالي شويو کارکونکو د مبارکۍ غونډه جوړه کړې وه.
دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور د کابل پولي تخنيک پوهنتون ته د دې ادارې کارکونکو ته د بريا مبارکي ترڅنګ ویلی، چې افغانستان له ډېرو بدو او سختو حالاتو تېر شوی؛ خو لاهم استعدادونه لري چې اوس د هېواد د پرمختګ لپاره ورڅخه سالمه استفاده کيږي.
همداراز نوموړي ویلي؛ افغانستان يو دردېدلی او ځورېدلی هېواد دی، که نور ملتونه د خپل هېواد په اړه څومره احساس لري، موږ بايد له هغوی سل چنده زيات د خپل هېواد د درد احساس ولرو‌.
غونډه کې د برياليو کارکونکو په استازيتوب احمد ظفر مجددي خبرې کړي او په دې برخه کې يې د چارو ادارې لوی رياست د مشرتابه او بشري سرچينو رياست مسولينو هڅې ستایلې او له دوی څخه يې ځانګړې مننه کړې.
په بریالیو کسانو کې د کابل پولي تخنينک پوهنتون ته د چارو ادارې لوی رياست د درې رياستونو ۶۰ کارکونکي د ماسټرۍ دوو پروګرامونو ته بريالي شوي دي.