د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له سرپرست وزیر ملا محمد عباس اخوند سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا محمد عباس اخوند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کړنو، پلانونو او پېښو ته د یاد وزارت د چمتوالي په اړه د ریاست الوزرا کفیل ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، چې شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستو رسولو ته چمتوالی لري او همدارنګه له یو شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي، ترڅو په ګډه د اړتیا پر مهال لاس په کار شي.
ملا محمد عباس اخوند زیاته کړې، چې په سختو حالاتو کې د خلکو د ژغورنې په موخه په ټولو ولایتونو کې د هوا او ځمکې له لارې د اړتیا وړ اقداماتو لپاره تياری نیول شوی او له اړوندو ارګانونو سره بشپړه همغږي موجوده ده.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د اقلیمي بدلون له امله د هېواد ځينې سیمې د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ دي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بايد د تياري لپاره له وړاندې پر يو جامع پلان کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو شویو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او د اړتيا وړ بودیجه به په پام کې ورته ونيسي.
د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې زياته کړې، چې د طبیعي پېښو د زیانونو کموالي لپاره د امارتي ادارو د تياري ترڅنګ بايد بين المللي ټولنه هم خپلې مرستې ونه سپموي.