ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې قاضي‌القضات د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې ریيس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکیم حقاني د خپلو ولايتي سفرونو او ولايتي محاکمو د چارو د نظارت او بررسۍ په دوام د يوه پلاوي په مشرۍ زابل ولایت ته سفر کړی.

د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات د دغه سفر پر مهال لومړی د مرافعه محکمې په ریاست کې د مرافعه محکمې له رییس مفتي عبدالجليل سفيان، د ښاري ابتداییه محکمې ریيس مفتي فضل الرحمن فضلي، د نظامي محکمې رییس شیخ عبدالقيوم اخوندزاده او د اړوند محاکمو له قضایي او اداري مسولينو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې پر مهال شيخ عبدالحکیم حقاني ویلي؛ زموږ د سفر موخه داده چې د خپلو ماتحت محاکمو له مسولينو سره ووينو، د هغوی په حال ځان خبر کړو، شته اړتیاوې یې معلومې او د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره د مسولينو او منسوبینو څخه مشورې او وړاندیزونه واخلو.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ او ستاسې پر غاړه ډېر دروند مسولیت پروت دی، نو په کار ده چې د دغه مسوليت د ادا کولو لپاره پوره هڅه او کوښښ وکړو.

د ښاغلي حقاني په وینا، محاکم د اسلام او اسلامي نظام د بقا لپاره لازم او ضروري دي او د محاکمو دوام په عدالت سره قایم کېداي شي، نو د محاکمو مسولين بايد خپلې چارې په داسې طريقه ترسره کړي چې په نتیجه کې یې حق حقدار ته ورسېږي، مجرم ته د جرم اړوند سزا ورکړل شي.

په دې سربېره د سترې محمکې قاضي‌القضات د محاکمو مسولينو ته ځینې لارښوونې کړي.

1- د حدودو د تحقيق او سزا ورکولو لپاره د الله جل‌جلاله له لوري اصول ټاکل شوي دي، موږ او تاسو ته په کې اختيار نه دی راکړل شوی، نو د یادو مسایلو په تړاو بايد د الهي اوامرو اړوند تحقيق وکړو او مجرمینو ته د الهي امر مطابق سزا ورکړو، په تعزيراتو کې بيا د وخت امام او قاضي ته د تحقيق او سزا ور کولو لپاره اختيار ورکړل شوی دی؛ نو د محاکمو مسولين بايد د موضوع پوره تحقیق وکړي، وروسته مجرم ته د هغه د جرم اړوند سزا ورکړل شي.

2- نظام د يوه کور حيثيت لري، په کور کې چې هر غړی خپله دنده په ښه ډول سره ترسره کړي، نو دغه کور جوړېږي او پرمختګ کوي؛ خو که چېرې د کورنۍ غړي خپلې دندې په ښه ډول ترسره نه کړي، نو کور خرابيږي او د له منځه تللو سبب يې کېږي.

3- د علماوو شورا او د سيمې له علمای کرامو سره باید ښې اړیکې وساتئ، ترڅو د علمای کرامو په توسط موضوعات په سوله سره حل شي، په دې سره به له يوې خوا د محاکمو کارونه کم شوي وي او له بلې خوا به د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

4- بايد له ټولو امارتي ادارو سره پوره همغږي ولرئ، ترڅو در سپارل شوی مسولیت په ښه ډول ترسره کړی، چې د اسلامي نظام د بقا سبب شي.

5- په هره موضوع کې بايد د موضوع له طرفينو سره ښه چلند وشي، خبرې يې په غور واورېدل شي، د موضوع اړوند ټول معلومات ورڅخه واخيستل شي او په غور مطالعه شي، ابتدایيه محاکم باید د موضوع پوره تحقیق وکړي، وروسته له هغه حکم وشي او لوړه محکمه د ابتدایيه محکمې فيصله په غور او دقت وګوري.

د غونډې په پای کې د زابل ولایت مرافعه محکمې رییس مفتي عبدالجليل سفيان د سترې محکمې له رییس او قاضي‌القضات څخه مننه کړې، چې د زابل ولایت د محاکمو د چارو د نظارت او دغه راز د دوی د اړتیاوو اورېدو په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولې چارې به په ټاکلي وخت د اصولو په رڼا کې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې رییس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکیم حقاني د زابل ولایت په مقام کې د ياد ولايت له والي، مرستيال والي، د علماوو شورا، استخباراتو او د فرامينو او حکمونو له پلي کېدو څخه د نظارت رییس سره غونډه کړې، د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په ارزښت یې پر تفصیلي خبرو سربېره مسولينو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.