ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قرغیزستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته په «بیشکک فورم» کې د ګډون بلنه ورکړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه په کابل کې د یاد هېواد له سفیر تورداکون سیدیکوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارې نقشې (روډمپ) پر جوړولو، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د سوداګرۍ او تعاملاتو پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې پر هوکړو، د ټرانزیټي او لوژستیکي اسانتیاوو د برابرولو په موخه د لوژستیکي مرکز پر جوړولو او د قرغیزستان له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

همداراز په دې لیدنه کې د قرغیزستان سفیر د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته په «بیشکک فورم» کې، چې د روان میلادي کال د اګست په میاست کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړې او ویلي یې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د یاد هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

 لیدنه کې نورالدین عزیزي په بیشکک فورم کې د بلنې له امله مننه کړې او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

نوموړي همداراز افغانستان ته د یاد هېواد د راتلونکي قرغیزي پلاوي هرکلی کړی او په کابل کې یې د قرغیزستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د جوړولو وړاندیز کړی.

د لیدنې په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو لپاره دې بشري مرستې ځانګړې شي.