د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې کړي.
بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د مرستو بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه خبرې شوې دي.
دغه راز اغلې ډیکارلو افغانستان کې د بشري فعالیتونو لپاره برابرې شوې اسانتیاوې ستایلي او دا یې د مرستو د اغېزمنتیا لپاره مهمې بللې دي.
همداراز اغلې ډیکارلو د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړي او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه توضیحات وړاندې کړي دي.
خبرو په پای کې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

