د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې تهران او عمان به د هرمز تنګي مدیریت لپاره ګډ میکانیزم رامنځته کړي او د اړتیا په صورت کې به له نورو سیمهییزو هېوادونو سره هم مشورې او همکاري وکړي.
بقايي زیاته کړې، چې د شوې هوکړې له مخې به په ټاکلي وخت کې د هرمز تنګي سمندري تګراتګ بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي مدیریت د ایران مسوولیت دی او د دې بهیر پلي کول به د نورو لوریو له ګډون یا مداخلې پرته ترسره شي.

