ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چينايي پانګوالو له افغانستان سره د درملو برخه کې همکاريو ته چمتووالی ښودلی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد له یو شمېر چینايي پانګوالو سره د درملو او روغتیایي خوړو په برخه کې د پانګونې او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ چې په دې ليدنه کې دواړو لوریو د درملو او درمليزو خامو موادو برخه کې د اقتصادي او تخنيکي همکاریو پراختيا، په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو، د تجربو لېږد، د نويو ټکنالوژيو کارونې او د ګډو همکاریو د پراختيا په اړه بحث ترسره او نظرونه شريک کړي دي.

همدرانګه مولوي حمدالله زاهد، په افغانستان کې د چينايي پلاوي د پانګونې لپاره د هغوی د لېوالتيا هرکلی کړی.

 نوموړي ټينګار کړی، چې د خوړو او درملو معينيت به د نافذه قوانينو او مقرراتو په چوکاټ کې د درملو، خوړو او روغتيايي محصولاتو برخه کې له مشروع او معياري پانګونو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به اړينې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د غونډې په پای کې چينايي پانګه‌والو افغانستان په شته فرصتونو خوښي ښودلې او د درملو، درمليزو خامو موادو او روغتيايي خدمتونو نورو اړوندو برخو کې يې د همکاریو پراختيا او د ګډې پانګونې د فرصتونو ارزونې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.