ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقال بیا پيل شو

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال پروسه بیا پیل شوه.

په دې پرانیست غونډه کې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د اوسپنې پټلۍ رییس مولوي بخت الرحمن شرافت، د ملي راډیو ټلویزیون لوی رییس، د هرات ځایي چارواکو او د ایران لوړ رتبه پلاوي ګډون کړی و.

مولوي بخت الرحمن شرافت د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي همکاریو زیاتوالي په برخه کې د هرات-خواف پټلۍ بیا پرانیسته مهم ګڼلې او ویلي یې دي، چې د دې پټلۍ په وسیله به د چاه بهار بندر له لارې له هندوستان هېواد سره ونښلول شو.

د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار ویلي، چې د دې پټلۍ په بیا پرانیسته به د هېواد سوداګري نوره هم پراخه شي.

نوموړي د هرات-خواف تر منځ اوسپنې پټلۍ د افغانانو او ایرانیانو تر منځ د دوستۍ پیاوړې اړیکه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د هرات سیمه‌ييزې اداره به د دې پټلۍ په ساتنه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

په یادو مراسمو کې د رضوي خراسان والي یعقوب علي نظري ویلي، چې دا پټلۍ د دواړو هېوادونو تر منځ حیاتي ارزښت لري او د ختیځې او لوېدیځې اسیا تر منځ د پل په توګه کارېدای شي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې کوچني مسایل باید د دواړو هېوادونو د بېلوالي لامل نه شي.

نوموړي له دې پټلۍ څخه ګټه اخیستل سوداګرو ته یو ښه زیرې او فرصت بللی او ویلي یې دي، چې سوداګریز توکي به یې تر اروپا ورسېږي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوسپنې پټلۍ پرانیستل او د هرات روزنک له لارې افغانستان ته د ترکي سوداګریزو توکو لېږد، د افغانستان او اروپا تر منځ د سوداګرۍ لویه لاره پرانیسته.