ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې ۳۶مه غونډه؛ له زرهي وسایطو د ګټې اخیستنې موضوع څېړل کېږي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کابینې ۳۶مه غونډه کې پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې له زرهي وسایطو څخه د ګټې اخیستنې موضوع وڅېړي.
ټاکل شوي پالوي کې د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع، اقتصاد او مالیې وزارتونو، سترې محکمې، استخباراتو، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست او د ریاست الوزرا‌ د ساتنې لویو ریاستونو استازي ګډون لري.
دغه راز دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د هلمند، ارغنداب او نورو لویو سیندونو له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د پخواني ګمارل شوي پلاوي راپور ټول اړخونه وڅېړي او پایله يې د تصمیم په موخه د کابینې راتلوکې غونډه ته وړاندې کړي.
همدارنګه د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته هم له پورتني پلاوي سره د همکارۍ دنده سپارل شوې ده.
په پای کې د کابینې دې غونډه کې د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر له ځنګلونو، نورو ولایتونو ته د سون وړ وچو لرګو پر لېږ خبرې شوې دي.