ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‏مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت کلک هوډ لري چې هېواد پر خپلو پښو ودروي

 د هېواد د بهرنيو چارو له وزير مولوي اميرخان متقي سره په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيال او د اوچا عمومي ریيس ټام فليچر لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو، د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو او طبيعي افتونو پر وړاندې د چمتووالي،‏ له مخدره موادو سره د مبارزې، کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو، د معتادينو د درملنې، له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د بڼې بدلولو، د مرستو په وړاندې کولو کې د اقتصادي مثمريت رامنځ ته کولو، د مرستو د اغېز د زياتوالي په موخه له داخلي توليداتو او ظرفيتونو څخه د ګټې اخيستنې، د مرستو د تطبيق د پروسو ساده کولو او لنډولو، د مرستو په تطبيق کې د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو او د مرستندويه ادارو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او پر ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي اميرخان متقي ویلي؛ په افغانستان کې له لسيزو جګړو، بې امنيتۍ، مخدره موادو او د جګړې د نورو ناوړو اغېزو له ختمونې وروسته د افغانستان اسلامي امارت کلک هوډ لري چې د هېواد په بېلابېلو ډګرونو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتيا څخه خلاص شي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته ادامه ورکړل شي، مرستې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې، او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.

ټام فليچر ویلي؛ ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدلو، امنيت، سيمه‌ييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د ګډو اهدافو له پاره کار کوي.

 نوموړي زیاته کړې، له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.

د فلیچر په وینا، له بشري مرستو څخه پرمختيايي او بنسټيزو کارونو ته د مرستو د نوعيت بدلول او د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيول به د دوی له اهدافو څخه وي.

په پای کې د بهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او دواړو لوريو د نړيوالو مرستو د موثريت او مثمريت د زياتولو په موخه د همغږۍ پر زياتوالي او ګډ کار هوکړه کړې.