ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګونو لویې لارې د بیا رغولو چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیا رغولو چارې پیل شوې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې له قوش ‌تېپې کانال وروسته دا دویمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده، چې په بشپړولو سره به یې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي برادر زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د دې ملي پروژې بشپړولو ته چمتو دی او په دغه برخه کې قراردادي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د نوموړي په وینا؛ د سالنګونو د بیا رغونې پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د دوه کلونو په موده کې بشپړېږي، چې زرګونو کسانو ته به پکې کار زمینه برابره او د ۹ شمالي ولایتونو سربېره به څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز سره وصلیږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره په ښه توګه د یادې پروژې چارې بشپړې کړي.

په دې غونډه کې د خصوصي سکتور استازو ویلي، چې په هېواد کې د لویو لارو او په ځانګړي ډول د سالنګونو په بیا رغولو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.