ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې خبري شبکې د غزې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې ۱۷ فلسطینیان شهیدان شوي.

دا بریدونه د کډوالو په نصیرات پنډغالي، خان یونس، بیت‌لاهیا او د غزې په نورو بېلابېلو برخو کې شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او پرون یکشنبه هم په دې بریدونو کې ۵۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي رژیم له ۷ اونیو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه هم نیولې ده.

تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) ویلي، چې په غزه کې یې د خوراکي توکو ټولې زېرمې په بشپړه توګه خلاصې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، وروستي خوارکي توکي یې د ګرمو خوړو هغو پخلنځیو ته چې خلکو ته خواړه برابروي سپارلي او اټکل کېږي، چې په دې پخلنځیو کې به په راتلونکو څو ورځو کې خوراکي توکي په بشپړ ډول خلاص شي.

صهیونیستي یرغلګرو د مارچ میاشتې پر درېیمه غزې ته په ورتلونکو بشري مرستو بندیز ولګاوه او دوې اونۍ وروسته یې یو ځل بیا پر دې تړانګه بریدونه پیل کړل.

د راپورونو له مخې، د مارچ تر پایه ټولې ۲۵ نانوايۍ چې د خوړو نړیوال پروګرام یې مالي ملاتړ کاوه د غنمو، اوړو او سون توکو د خلاصون له امله تړل شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په غزه کې خوارځواکي هم په چټکۍ سره خپرېږي. ویل کېږي چې تېره اونۍ په شمالي غزه کې ۱۳۰۰ ماشومان معیانه شوي، چې تر ۸۰ ډېر پکې د سختې خوارځواکۍ ښکار ګڼل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې د زیاتو ټپیانو له امله روغتونونه د درملو، طبي توکو او تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ دي.

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ادهانوم ګېبريوسس ویلي، چې په غزه کې یو ډېر ناوړه او بد حالت روان دی.

د دې تړانګې له ناوړه او بد حالت سره-سره اسرائیلي یرغلګرو خپلو وحشي بریدونو او بندیزونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپیان کېږي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۲۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۷ زره او ۶۳۹ نور ټپیان شوي دي.