ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له لوري د پراختیايي پروژو په پیل سره ګڼو کسانو ته کاري زمینه برابره شوې

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ودانېزو شرکتونو له یو شمېر مالکانو او مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د شرکتونو مالکانو او مسولینو ویلي، چې د ودانیو، سړک او لویو بندونو جوړولو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او حاضر دي، چې د هېواد د ابادۍ په موخه په کمه بیه رغنیزې پروژې پیل کړي.

دوی زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري د پراختیايي پروژو په پیل سره د ودانیزو شرکتونو کارونه پيل او ګڼو کسانو ته دندې پیدا شوې دي.

یادو مسولینو د ودانیزو شرکتونو د ښه فعالیت او غوره خدمتونو په موخه د کاري جواز اخیستنې، د بانکي تضمینونو تنظیم او له هغو څخه د مالیاتو راټولولو په برخه کې د ریاست الوزرا کفیل ته یو لړ وړاندېزونه کړي دي.

مولوي عبدالکبیر په ودانیزو چارو کې د افغاني شرکتونو په ظرفیت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت به د افغان انجینرانو او شته ظرفیت پر مټ افغانستان ورغوي او د لانورو لویو پروژو د پیل تکل لري.

نوموړي زیاته کړې؛ د قوشتیپې کانال کیندنې ثابته کړه چې افغان انجینران ښه پوهه او مدیریت لري.

د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال په پای کې ډاډ ورکړی، چې د هغوی وړاندیزونو ته به د اصولو په رڼا کې رسیدنه وکړي او حکومت به ټولې رغنیزې پروژې د کورنیو شرکتونو د ملاتړ لپاره هغوی ته وسپاري.