د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري نن له غرمې مخکې د ننګرهار او کنړ ولايتونو په یو شمېر سرحدي ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پيل او عملي چارو د ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته وکړه.
په دې مشورتي ناسته کې د سرحدي خدماتو مرکزي کمېټې استازو او د یادې کمېټې تخنیکي غړو ګدون کړی وو.
ناسته کې د سرحدي پلټنو مرستیال فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پلي کېدو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مرکزي کميټې غړو ته یې دنده وسپارله، ترڅو د پروژو د عملي کارونو لپاره لاس په کار شي.
یادې پروژې به د ننګرهار په اچين، دور بابا، لعلپوره، مومندره او خوګياڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانيو په لګښت پلې شي او ځایي اوسېدونکې به یې په نږدې راتلونکې کې له ګټو څخه برخمن شي.