ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت استازي د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «ایران اکسپو» په نوم د دې هېواد د صادراتي وړتیاوو اووم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.

د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران د ختیځ او لویدیځ، شمال او سوېل ترمنځ د اړیکو څلورلارې په توګه معرفي کړ او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، سیمه‌ییزټیکاو او د سولې پر ټینګښت یې ټینګار وکړ.

په دغه نړیوال نندارتون کې د نړۍ له ۱۱۱ هېوادونو څخه تر ۱۹۰ ډېر لوړ پوړي چارواکي ګډون لري، او تر زرو ډېر ایراني تولیدي شرکتونه خپل محصولات او صادراتي ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، له خپل مل پلاوي سره د نندارتون له سالونونو او غرفو څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل‌محمد حقاني هم د مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

د کرنې وزارت مرستیال د ایران له تولیداتو او ظرفیتونو سره د اشنا کېدو ترڅنګ، ایراني پانګه‌والو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان د کرنیزو سکتورونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان شته فرصتونو ته جدي پام وکړي.