ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په چین کې د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسان وژل شوي

په چین کې چارواکو ویلي، چې د لیاو یانګ ښار په یوه خوړنځي کې د اورلګېدنې له امله۲۲ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د یادې پېښې د لامل په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي. د پېښې له ځایه په خپرو شویو عسکونو کې ښکاري، چې د دې ودانۍ له کړکیو او دروازو د اور لمبې راوتلې دي.

ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې اور کنټرول شوی او د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي دي.

د چین ولمسشر شي جېپېنګ له سیمه‌ییزو مسولینو غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټپیانو ته رسېدنه وکړي، د اورلګېدنې لامل دې پیدا او عاملین یې دې عدالت ته وسپاري.