د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بېلابېلو ولایتونو د اهل تشیع له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
د اهل تشیع علماوو او قومي مشرانو ویلي، چې له ولسونو سره دوامداره لیدنې کولای شي چې د دولت او خلکو ترمنځ واټن نور هم راکم کړي او په بیلابېلو برخو کې دوو اړخیزو همکایو ته زمینه برابره کړي.
دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اهل تشیع هم د نورو افغانانو په څېر د هېواد مهمه برخه ده او ټولو ته به د شريعت په رڼا کې برابر او عادلانه حقونه ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړې؛ له اسلامي امارت سره د اهل تشیع علماوو او مخورو ناستې او د همکارۍ پراختیا د افغانستان د پرمختګ سبب کېدای شي او حکومت دې برخې ته لومړيتوب ورکوي.
سیاسي مرستیال علماوو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړي، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه وکړي او په دې موخه به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.