ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند خپل پوځ ته د کشمیر د برید د ځواب لپاره بشپړه ازادي ورکړه

په کشمیر کې پر سیلانیان له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته د “عمل ازادي” ورکړې، تر څو د یاد برید غچ واخلي.

د راپورونو له مخې، مودي د هند له امنیتي مسولینو سره په یوه پټه غونډه کې اعلان کړی، چې “د کشمیر د وروستي برید د غبرګون څرنګوالي، هدف او وخت په ټاکلو کې د عمل بشپړه ازادي لري.”

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د کشمیر په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د بې‌پرې څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

هم‌مهاله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د استخباراتي سرچینو له قوله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند له ۲۴ تر ۳۶ راتلونکو ساعتونو پر دې هېواد برید وکړي.

نوموړي پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې هند غواړي د کشمیر وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي، خو اسلام‌اباد به په کلکه د هر ډول برید ځواب ورکوي.

له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم ډېر ژر پر پاکستان د هند د پوځي برید خبرداری ورکړی و.

تېره اونۍ د هند په کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

له دې برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی او د احتمالي بریدونو خبرداري ورکړل شوي دي.